IQNA

د اسلامی انقلاب سترلارښود د شهید اسماعیل هنیّه دجنازې لمونځ  اقامه کړ

13:06 - August 01, 2024
د خبر لمبر: 3489622
ایکنا – د  اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي نن سهار د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر  شهید اسماعیل هنیّه په پاک مړي د تهران د شهید روزونکي پراخوخلکو،حکومتي او پوځي چارواکو او د مقاومت د حوزې د قوماندانانو او د شهید هنیه د کورنۍ دغړو په  شتون سره د جنازې لمونځ اقامه کړ.

ایکنانیوز راپور راکوي،د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي نن سهار د زمري دمیاشتې په یولسمه نیټه په تهران پوهنتون کې د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د سیاسی دفتر د مشر اسماعیل هنیه او ورسره د شهید شوي ساتونکي په پاکو مړو باندې د تهران د شهیدانو د روزونکو خلکو په شتون سره د جنازې لمونځ اقامه کړ.

د جنازې د لمانځه له اقامې وروسته حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي ددغه شهید پر پاکې جنازې حاضر شو په فاتحې لوستلو او له هغه سره د خداي په آمانۍ کولو سره ئې دشهید اسماعیل هنیه د بچیانو پر سرهم د مهربانۍ لاس راتیر کړ او شهید پرور ملت د شهیدانو جنازې په مټونو اوچتې کړې او ولولناکې دستورې ئې ترسره کړې.

د یادولو ده چې د چارشنبې په سهار وختي د زمري په لسمه نیټه په تهران کې د شهید اسماعیل هنیه او ورسره د ساتونکي م ددیره کیدا په ځای حمله شوې  چې دوي پکې شهیدان شوي وو.

https://iqna.ir/fa/news/4229480

captcha